د مقاومت ملي جبهې په اسلام اباد کې د شیعه ګانو پر جومات د خونړي برید په غبرګون کې ویلي، چې په سیمه کې سوله په افغانستان کې د ترهګرۍ د اصلي سرچینې له ماتولو پرته ناشونې ده. یادې جبهې د دې پېښې د غندلو ترڅنګ، دا د طالبانو ډلې له لوري پر سپیڅلو او کلتوري ځایونو د تیرو جنایتونو یادونه بللې ده.
د دې جبهې په اعلامیه کې راغلي چې دا ډول بریدونه د ټولې سیمې لپاره د خطر زنګ دی او د افراطیت د ګواښونو پراخیدل ښيي. د مقاومت جبهه ادعا کوي چې په افغانستان کې «رسمي ترهګري» د نیابتي ډلو فکري او لوژستیکي ملاتړ کوي.
په اسلام اباد کې د «خدیجه الکبری» په جومات کې چاودنې چې لسګونه کسان پکې مړه او ټپیان شول، پراخ غبرګونونه پارولي دي. د پاکستان سیاسي څیرو هم د ترهګرو ډلو د بیا پیاوړي کیدو خبرداری ورکړی او اوسنی وضعیت یې د طالبانو په اړه د ناسم سیاست پایله بللې ده.