د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د افغانستان پر خاوره وروستي هوايي بریدونه د پولې پورې غاړې ترهګرۍ پر وړاندې د خپل هېواد د دفاع “حق” وباله. هغه د امنیت شورا راپور ته په اشاره خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې د وینې تویدنې مسؤلین به خوندي پاتې نشي .
په مقابل کې، طالبانو دا بریدونه چې په ننګرهار او پکتیکا کې شوي، “پر ملکي خلکو تېری” بللی او ادعا یې کړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۲۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې په مناسب وخت کې به دې بریدونو ته حساب شوی ځواب ورکړي .
د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې پاکستان ادعا وکړه چې د “ټي ټي پي” پټنځایونه یې په نښه کړي او ۷۰ وسله وال یې وژلي دي؛ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې او د پاکستان د امنیتي ناکامیو نښه یې بولي .

زرداري #پاکستان #طالبان #افغانستان #هواييبریدونه #سیاسيتاوتریخوالی #ننګرهار #مليامنیت #ټيټيپي #کابلاسلام_اباد

Author