د راپورونو له مخې، نن پنجشنبه د کب پر ۷مه، په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو درېیم پړاو ترسره کیږي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي له دې خبرو مخکې د عمان له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي او پر هستوي وړاندیزونو یې خبرې کړي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې نړۍ په تمه ده چې وګوري ایا د ډونالډ ټرمپ پوځي فشارونه به ایران تسلیم کړي او که به خبرې پایله ورکړي. ویل کیږي چې تهران ښايي په دې ناسته کې نوي وړاندیزونه شریک کړي.
په ورته وخت کې امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د ایران د توغندیو پروګرام د هر ډول هوکړې پر وړاندې لوی خنډ دی. سپینې ماڼۍ ویلي که ایران د پام وړ امتیاز ورنکړي، له سختو پایلو سره به مخ شي.

ایران #امریکا #ژنیو #هستويخبرې #نړیوالخبرونه #عباسعراقچي #ډونالډټرمپ #سیاست #منځنی_ختیځ

Author