ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره پر ایران د برید د امر ورکولو خپله شخصي انګیزه افشا کړه. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې د هغه د ترور لپاره د ایران هڅې د علي خامنه اي د په نښه کولو د پریکړې اصلي لامل بللی دی .
د امریکا او اسراییلو دا ګډ بریدونه چې د ایران د رهبر د وژل کیدو لامل شول، پنځمې ورځې ته داخل شوي دي. ټرمپ ویلي چې دا د هغه د ژوند پر وړاندې د ګواښونو مستقیم ځواب و .
په دې بریدونو کې، د ایران د رهبر سربیره، ډیری لوړپوړي پوځي قوماندانان او اټومي تاسیسات په نښه شوي دي. ایران هم په ځواب کې په خلیج فارس هیوادونو کې امریکايي اډې په توغندیو ویشتلې دي .