د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د شنبې په ورځ سهار وختي په تورخم کې د پاکستان هوایي بریدونو یو سوداګریز بازار په اور سوځولی دی. دا بریدونه شاوخوا ۴ بجې شوي، چې له امله یې لسګونه هټۍ له منځه تللي دي.
د اور وژنې ډلې، د ښاروالۍ ټانکرونه او ځايي خلک په پرله پسې ډول هڅه کوي چې اور مهار کړي، خو تر اوسه په بشپړ ډول نه دی وژل شوی. په دې پېښه کې تر ۱۵۰ ډېرې هټۍ سوځېدلي او شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د طالبانو ډلې چارواکو ټینګار کړی چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر عامه ځایونو بریدونه کوي. د دواړو لورو ترمنځ سرحدي نښتې لا هم دوام لري، چې له امله یې ګڼ شمېر خلک بې ځایه شوي دي.
#تورخم #افغانستان #پاکستان #اورلګیدنه #طالبان #پولی_نښتی #سوداګری #اقتصاد