رویټرز خبري اژانس د امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو له قوله خبر ورکړی چې د شنبې په ماښام په بغداد کې د امریکا پر سفارت د کاتیوشا راکټونو برید شوی دی.

پر دې دیپلوماتیک بنسټ د بریدونو له امله د خطر زنګونه ووهل شول او سمدستي بیړنی حالت اعلان شو. امنیتي ځواکونو هم په شنه سیمه کې خپل کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې په دې بریدونو کې چاته ځاني یا مالي زیان اوښتی که نه، او کومې ډلې یې هم مسوولیت نه دی منلی. د امریکا او عراق چارواکي د پېښې څېړنه کوي.

#بغداد #عراق #امریکا #راکټی_برید #منځنی_ختیځ #نړیوال_خبرونه #رویټرز

Author