د پاکستان پولیسو خبر ورکړی چې د سویلي وزیرستان د واڼه په یوه بازار کې د بمي چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او د ملکیانو په ګډون ۱۲ نور ټپیان دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ شوې او چاودېدونکي توکي د یوه سوپرمارکیټ دروازې ته څېرمه په یوه ګڼ مېشته سیمه کې ځای پر ځای شوي وو. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او پلټنې روانې دي.

دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې پاکستان په دې وروستیو کې د ناامنیو د زیاتوالي له امله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د «غضب للحق» په نوم عملیات پیل کړي او پړه یې پر هغو وسله والو اچوي چې د دوی په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري.

#پاکستان #سویلی_وزیرستان #چاودنه #امنیت #سیمه_ییز_خبرونه #واڼه #تروریزم

Author