د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې د طالبانو ډلې جنسیتي تبعیض په اوسنۍ نړۍ کې ساری نه لري او د ښځو پر حذف ولاړ دی.

بېنټ ټینګار وکړ چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو داسې یو سیستم رامنځته کړی چې یوازې پر ښځو د تسلط لپاره جوړ شوی. د هغه په وینا، افغان ښځې خواخوږۍ ته اړتیا نه لري، بلکې د خپلو اساسي حقونو او انساني کرامت درناوی غواړي.

نوموړي د افغان ښځو زړورتیا وستایله چې پټ ښوونځي او روغتیایي شبکې چلوي، او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې خپلې مرستې کمې نه کړي. هغه خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره تعامل باید پر اصولو ولاړ وي.

#افغان_ښځی #ریچارډ_بینټ #بشری_حقونه #ښځو_نړیواله_ورځ #افغانستان #طالبان #زده_کړه #تعلیم

Author