د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې ایالاتو متحده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې د ماموریت یا یوناما د یو کلن تمدید له مسودې سره موافقه نه ده کړې. امنیت شورا به دوشنبه د راتلونکو درېو میاشتو لپاره د ماموریت د تمدید په مسوده باندې رایه ورکړي.

دا مسوده د چین لخوا د دریم ځل لپاره چمتو شوې او امریکا د دوو پخوانیو مسودو سره هم موافقه نه وه کړې. دا د ۲۰۰۲ کال راهیسې لومړی ځل دی چې واشنګټن د یوناما د ماموریت په اړه داسې پریکړه کوي.

امریکا ویلي چې یوناما د ملګرو ملتونو یوه له خورا ګرانه ځانګړې سیاسي ماموریتونو څخه ده او په خورا پیچلي چاپیریال کې فعالیت کوي، نو شورا باید لومړی وڅېري چې ایا د هغې ماموریت لا هم مناسب او په بشپړه توګه د تطبیق وړ دی که نه. #افغانستان #یوناما #ملګري\_ملتونه #امریکا

Author