د ایران کې د جګړې د شدت سره، په کابل او ولایتونو کې افغان کورنۍ د خپلو خپلوانو د وضعیت څخه اندېښمنې دي. دوی وايي چې د جګړې له پیل سره، د دوی د خپلوانو سره تلیفوني او انټرنېټي اړیکې قطع شوي دي.

زینب مرادي، په کابل کې یوه مور چې لور یې په ایران کې زده کوونکې ده، وايي د جګړې له پیل راهیسې نشي کولی له خپلې لور سره اړیکه ونیسي. هغه وايي چې هره ورځ د هغې اندېښنه او فکر زیاتېږي او نه پوهېږي چې لور یې په امنیت کې ده که نه.

د نیټ بلاکس د راپورونو له مخې، په ایران کې د جګړې د شدت سره، د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې د انټرنېټ لاسرسی محدود شوی او شاوخوا ۸۵ تر ۹۰ میلیونه خلک د نړیوال انټرنېټ له آزاد لاسرسي څخه محروم شوي دي. #ایران #افغان\_مهاجرین #جګړه #د\_کورنۍ\_اندېښنې

Author