د طالبانو د کډوالو وزیر عبدالکبیر یو ځل بیا د ارګ تر څنګ په سپیدار ماڼۍ کې جلا لمونځ وکړ. په ورته وخت کې د لومړي وزیر اقتصادي او اداري مرستیالانو او د طالبانو نورو ځینو چارواکو د اختر لمونځ په ارګ کې وکړ.
د سپیدار ماڼۍ کې د اختر د لمانځه خپاره شوي انځورونه ښیي چې امیرخان متقي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د اسلامي هیوادونو ځینې ډیپلوماټان په دې ماڼۍ کې لمونځ کړی. عبدالکبیر له دې مخکې هم څو ځله د ارګ پر ځای په سپیدار ماڼۍ کې د اختر لمونځ کړی و.
عبدالکبیر په خپله وینا کې د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل چې هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان په ملي حاکمیت یرغل وکړي یا د هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. د طالبانو دغه چارواکي د پاکستان بریدونه وغانده.
#عبدالکبیر #طالبان #اختر #افغانستان