د افغانستان ملي بزکشۍ ټیم د قزاقستان په نړیوالو بزکشۍ سیالیو کې د ګروپ په مرحله کې مغولستان اووه پر صفر ته ماته ورکړه. افغان ملي ټیم د نهو ګونو سره د ب ګروپ په لومړي ځای کې ولاړ شو او نیمه پایلو ته یې لاره ومونده.

افغانستان د ب په ګروپ کې د هنګري، روسیې او مغولستان سره ځای لري او په خپلو دوو پخوانیو لوبو کې هنګري څوارلس پر صفر ته ماته ورکړه.

افغان ملي ټیم روسیې ته هم پنځه پر صفر ماته ورکړه او د خپل عالي فعالیت سره یې د ګروپ لومړی ځای ترلاسه کړ او نیمه پایلو ته ورسید.

#بزکشۍ #افغانستان #قزاقستان #افغان\_سپورټ

Author