د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د دوی پوځي بریدونو د ترهګرۍ پر وړاندې پریکنده او مهمې پایلې درلودې. نوموړي د خپلو پولو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

زرداري خبرداری ورکړی چې پاکستان به د ټي ټي پي او بلوڅ بیلتون غوښتونکو په څیر ډلو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکاروي. د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې څلورمې اونۍ ته داخلې شوې دي. په دې وروستیو کې پاکستاني الوتکو په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه روغتون بمباري کړې چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې او لنډمهاله اوربند هم پای ته رسیدلی دی. #پاکستان #افغانستان #جنګ

Author