د موبي ګروپ مشر سعد محسني په فایننشل ټایمز کې په یوه مقاله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د پراختیا په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه په دې باور دی چې دا جګړه به د ټولې سیمې لپاره پراخې پایلې ولري.
نوموړي په دې لیکنه کې د ډیورنډ کرښې او د وسله والو ډلو د شتون په ګډون د اختلافاتو تاریخي ریښو ته اشاره کړې ده. محسني ټینګار کوي چې ترهګرو ته د پناه ورکولو متقابل تورونو د دواړو هیوادونو اړیکې خړ پړې کړې دي.
د موبي ګروپ مشر په پای کې د دې بحران حل لار متقابل اقتصادي انحصار او د سیمه ایزو همکاریو پراختیا بللې ده. هغه د طالبانو له حکومت او د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې د پوځي تقابل پر ځای د خبرو اترو لاره خپله کړي. #افغانستان #پاکستان #سوله #اقتصاد