راپورونه ښیي چې په پاکستان کې د لشکر طیبه ډلې یو پیژندل شوی غړی بلال عارف سلفي وژل شوی دی. دا پیښه په دغه هیواد کې د اختر له لمانځه وروسته رامنځته شوې ده.
د سیمه ایزو سرچینو په وینا، دا کس د خپلې کورنۍ د غړو لخوا په چړو او ډزو وژل شوی دی. د دې جنایت اصلي لامل لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دی روښانه شوی، خو ګومان کیږي چې کورنۍ شخړې به یې لامل وي.
د پاکستان پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړي او راپورونه ښیي چې په دې وژنه کې ښکیل کسان نیول شوي دي. دې پیښې د سیمه ایزو رسنیو پام ځانته اړولی دی. #پاکستان #لشکر\_طیبه #جرم