د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی دی چې د ایران پر انرژۍ تاسیساتو او بریښناکوټونو پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره ځنډول شوي دي.

دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې امریکا غوښتل د وروستیو تاوتریخوالو په غبرګون کې د ایران مهم بنسټونه په نښه کړي. ټرمپ د امریکا دفاع وزارت ته امر کړی دی چې د اوس لپاره له هر ډول پوځي اقدام څخه ډډه وکړي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی دی چې دا پنځه ورځنی ځنډ په بشپړه توګه د روانو غونډو او خبرو اترو په بریالیتوب پورې اړه لري. که چیرې دا خبرې اترې بریالۍ نه شي، نو د پوځي بریدونو د پیلولو احتمال به بیا وڅیړل شي. #امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ #ټرمپ #خبرې\_اترې

Author