د پیوستون او باور پر لور تر سرلیک لاندې د سیاسي او مدني غونډې دویمه او وروستۍ ورځ نن د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې جوړه شوه. په دې غونډه کې شاوخوا څلوېښتو مخکښو افغان څېرو برخه اخیستې وه.

د دې غونډې اصلي موخه چې د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ لخوا جوړه شوې د اوسنیو بحرانونو د حل لپاره د یووالي پیاوړتیا او د باور رامنځته کول دي. په دې خبرو کې د ګوندونو رسنیو او مدني ټولنې استازو برخه اخیستې ده.

برخه والو پر ټولنیز عدالت او کورنیو آزادیو ټینګار وکړ. ټاکل شوې چې د دې غونډې په وروستۍ ورځ غړي له ډیپلوماټانو او د بریتانیا د پارلمان له غړو سره د ګډو حل لارو موندلو لپاره خبرې وکړي.

#افغانستان #لندن #پیوستون

🌐

Author