د کولمبیا په سویل کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د غورځېدو له امله لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او تر اتیا ډېر ټپیان دي. دا مرګونې پېښه د هوايي ډګر له ځغاستلیکې څخه د الوتکې د پورته کېدو پر مهال رامنځته شوې ده.

د کولمبیا دفاعي چارواکو ویلي چې د دې هوايي ناورین کره لامل لا هم روښانه نه دی خو د جرمي ډلو د برید هېڅ نښه نه لیدل کیږي. دا پوځي الوتکه له الوتنې مخکې په بشپړ ډول په ښه وضعیت کې وه.

خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې دې الوتکې له الوتنې لږ وروسته خپل لوړوالی له لاسه ورکړ او وغورځېده. بار وړونکې الوتکې په لیرې پرتو سیمو کې د عملیاتو لپاره په پراخه کچه کارول کیږي.

#کولمبیا #الوتکې\_سقوط #نړۍ

🌐

Author