د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د کابل او جلال اباد لویه لار د ډبرو ښویېدو له امله تړل شوې ده. دا طبیعي پېښه د تنګي دوغارون په سیمه کې رامنځته شوې او د ترافیکو عادي تګ راتګ یې درولی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، سختو او پرله پسې بارانونو غرونه سست کړي او پر عمومي سړک د لویو ډبرو د غورځېدو لامل شوي دي. اوس مهال د موټرو او نقلیه وسایطو تګ راتګ یوازې د یوه فرعي او خامه سړک له لارې په وروۍ روان دی.
د طالبانو د حکومت چارواکو له ټولو هېوادوالو او چلوونکو غوښتي چې د جدي اړتیا پرته په دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي. هغوی ټینګار کړی چې د شپې له خوا په دې لویه لار کې سفر کول خورا خطرناک دي.
#کابل\_جلال\_آباد #لویه\_لار #باران #افغانستان #طالبان
🌐