د ازبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان د وضعیت او سیمه ییزو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې. د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د کړکېچونو د کمولو او سولې د پیاوړتیا لپاره د اسلام آباد د هڅو ستاینه وکړه.
په دې خبرو کې دواړو لورو د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د پولو وضعیت وڅېړه. هغوی د کړکېچونو د کمولو او د سرحدي ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماټیکو لارو پر کارولو ټینګار وکړ ترڅو سیمه ییز ثبات خوندي شي.
دا اړیکه په داسې حال کې نیول کېږي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت پلاوي د چین په ارومچي ښار کې پر خبرو بوخت دي. چین هڅه کوي چې د منځګړیتوب له لارې سرحدي نښتو ته د پای ټکی کېږدي او د امنیتي ستونزو لپاره یو باثباته حل لاره ومومي.
#افغانستان #ازبیکستان #پاکستان #طالبان #سوله
🌐