ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د تهران په سویل لویدیځ کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ د هوایي برید له امله لږ تر لږه دیارلس کسان وژل شوي دي. دا بریدونه لاهم دوام لري.
د اسوشیټیډ پریس په وینا، تر اوسه امریکا یا اسراییل د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو د ایران پر وړاندې د دواړو هېوادونو ګډ بریدونه نوي پړاو ته داخل شوي دي.
تر دې وړاندې د اهواز هوایي ډګر هم په نښه شوی و. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګی خلاص نه شي، د ایران بنسټونه به ویجاړ شي.
🌐 #ایران #امریکا #اسراییل