سرچینو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت د کابل پوهنتون له محصلینو غوښتي ترڅو د حنفي مذهب د پیروۍ ژمنلیک لاسلیک کړي. د محصلینو له اعتراضونو سره سره د پوهنتون چارواکو دوی په جبري توګه د دې سند لاسلیکولو ته اړ کړي دي.
د ژمنلیک پر بنسټ محصلین باید خپل ژوند په سختو قوانینو کې تنظیم کړي او د غیر شرعي جامو له اغوستلو ډډه وکړي. د سند په نورو برخو کې د موسیقۍ پر نه اوریدلو او د امر بالمعروف قوانینو پر رعایتولو هم ټینګار شوی دی.
محصلینو ته خبرداری ورکړل شوی چې د سرغړونې په صورت کې به د شکایت هیڅ حق ونه لري. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر نورو مذهبونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
#افغانستان #پوهنتون #بشري\_حقونه
🌐