څه باندې شپږ سوه پخوانیو امريکايي ملکي او پوځي چارواکو د يوه پرانيستي ليک په لېږلو سره افريقايي هېواد کانګو ته د افغان کډوالو د لېږدولو د پلان د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. دوی خبرداری ورکړی چې د ناوړه امنيتي وضعيت لرونکو هېوادونو ته د امريکايي ځواکونو د پخوانيو همکارانو لېږدول يوه لويه او خطرناکه تېروتنه ده.
راپورونه ښيي چې د ټرمپ حکومت نيت لري له زرو ډېر افغان کډوال چې سلګونه ماشومان هم په کې دي له قطر څخه د کانګو ديموکراتيک جمهوريت ته ولېږدوي. دا کډوال د کابل تر سقوط وروسته د قطر کمپونو ته لېږدول شوي وو او د امريکا د ويزې ترلاسه کولو په تمه وو.
په دغو کسانو کې ډېری يې حتی د امريکا د پوځ د فعالو سرتېرو د کورنيو غړي دي چې اوس مهال په ناڅرګند حالت کې دي. د امريکا د کډوالۍ نويو تګلارو د دغو کډوالو د لېږد بهير درولی او د بشري حقونو ډېرې اندېښنې يې رامنځته کړې دي.
#افغان\_کډوال #امريکا #کانګو
🌐