د اسټرالیا تر ټولو ډیر مډال ګټونکی سرتیری بن رابرټس سمیټ د سیډني په هوایی ډګر کې نیول شوی دی. نوموړی په افغانستان کې د بې ګناه ملکي افغانانو د وژلو په تړاو له پنځو جدي تورونو سره مخ دی.

دا اووه څلویښت کلن پخوانی سرتیری چې یو وخت په اسټرالیا کې د یو ملي اتل په توګه پیژندل کیده اوس د عمر قید له احتمالي سزا سره مخ دی. دغه پیښې د دوه زره نهم او دوه زره دولسم کلونو ترمنځ په افغانستان کې رامنځته شوې دي.

د دې سرتیري نیول په نړیواله کچه ډیر غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو مدافع بنسټونو د دې اقدام هرکلی کړی او په افغانستان کې د ټولو جنګي جنایتونو د عاملینو لپاره د عدالت غوښتنه کوي ترڅو حقایق روښانه شي.

🌐 #افغانستان #بشري_حقونه #اسټرالیا #جنګي_جنایتونه

Author