د حکومت طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې له پاکستان سره روانې خبرې مثبتې ارزولې دي. دا خبرې چې په چین هیواد کې ترسره شوي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي د کمولو په موخه روانې دي.
د چارواکو په وینا دا خبرې اترې باید د کوچنیو اختلافاتو له امله خپله اصلي لاره له لاسه ورنکړي. د چین سفیر هم ټینګار کړی چې بیجینګ په بشپړ بې طرفۍ سره هڅه کوي د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د باور او همکارۍ فضا رامنځته کړي.
د حکومت طالبانو له مثبتې لهجې سره سره د دواړو لورو ترمنځ بنسټیز اختلافات لاهم پاتې دي. په داسې حال کې چې خبرې دوام لري راپورونه ښیي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان سرحدي بریدونه د خلکو د بې ځایه کیدو او د کورونو د ویجاړیدو لامل شوي دي.
🌐 #افغانستان #پاکستان #سولې\_خبرې