د افغان سوداګرو یوه پلاوي د ازبکستان په فرغانه ولایت کې شل نوي سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي. د دې تړونونو ټولیز ارزښت له څلور سوه میلیون ډالرو ډېر اټکل شوی او د نساجۍ او درمل جوړولو برخې پکې شاملې دي.
دا تړونونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو پلاویو او د طالبانو حکومت د چارواکو په شتون کې لاسلیک شوي دي. تر دې وړاندې هم د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګډه سوداګریزه شورا جوړه شوې وه چې د سوداګرۍ کچه یې لوړه کړه.
د شمېرو له مخې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه. ازبکستان د طالبانو حکومت د په رسمیت نه پېژندلو سره سره له افغان سوداګرو سره پراخې اقتصادي اړیکې لري.
#افغانستان #سوداګري #ازبکستان #اقتصاد
🌐