د ټولیز امنیت تړون سازمان رییس او د قزاقستان ولسمشر په استانه ښار کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. د دوی د خبرو اصلي تمرکز د پولو پر شرایطو او د تاجیکستان او افغانستان د پولې پیاوړي کولو لپاره د هدفي پروګرامونو پر پلي کولو و.
واک ته د طالبانو حکومت له بیا رسېدو وروسته، له افغانستان څخه راپورته کېدونکي امنیتي ګواښونه د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره په یوې جدي اندېښنې بدل شوي دي. دا سازمان هڅه کوي چې د بېلابېلو غونډو په جوړولو سره په سیمه کې د ثبات ساتلو لپاره عملي لارې چارې ومومي.
سره له دې چې د طالبانو حکومت چارواکو تل ټینګار کړی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د سیمې د هېوادونو پر ضد وکاروي، خو ګاونډي هېوادونه لا هم د پولو پر امنیت د سیاسي او اقتصادي وضعیت د ویجاړونکو اغېزو په اړه اندېښمن دي.
#امنیت #قزاقستان #افغانستان
🌐