رایټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د تیلو د کښتیو یو لوی کاروان د هرمز له ستراتیژیک تنګي څخه د تیریدو په حال کې دی. دا په تیرو اوو اونیو کې د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران د جګړې له پیل راهیسې لومړنی لوی سوداګریز حرکت دی.

په راپورونو کې راغلي چې په دې کاروان کې د مایع ګاز او کیمیاوي موادو وړونکې کښتۍ شاملې دي. ایران دغه مهم تنګی وروسته له هغې پرانیست چې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییلو او لبنان ترمنځ اوربند وشو.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د ایران په اړه د ښو خبرونو یادونه کړې ده. خو هغه خبرداری ورکړی چې که تر راتلونکې چهارشنبې پورې کومه توافقنامه لاسلیک نه شي نو اوربند به وغځول نه شي.

#هرمز\_تنګی #امریکا #ایران

🌐

Author