د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ وروستیو سرحدي نښتو په سرحدي سیمو کې د دولس زره افغان زده کوونکو د زده کړې بهیر سخت ټکنی کړی دی. ملګرو ملتونو تایید کړې چې د دې جګړو له امله ډیری کورنۍ بې ځایه شوي او ماشومان له ښوونځیو پاتې دي.

په کونړ ولایت کې ډیری کلي له ماشومانو تش شوي او لږترلږه دوه ویشت ښوونځي د جګړې له امله زیانمن شوي او بیارغونې ته اړتیا لري. د سیمه ایزو ښوونځیو مدیران وایي هغه ماشومان چې مخکې پر زده کړو بوخت وو، اوس په خیمو کې په ډیر بد وضعیت کې ژوند کوي.

د کونړ سیند پر غاړه بې ځایه شوې کورنۍ له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی ناوړه وضعیت ته ژر تر ژره پاملرنه وکړي. د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدي تاوتریخوالی شاوخوا دوه میاشتې دوام لري چې ملکیانو ته یې هم زیانونه اړولي دي.

🌐 #کونړ #زده\_کړه #افغانستان #سرحدي\_جګړه

Author