د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری چې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو پر عملیاتو یې شرط وهلی و، نیول شوی دی. دغه سرتېری چې پخپله یې په دې عملیاتو کې رول درلود، د دې شرط وهلو له لارې یې څلور سوه زره ډالر ګټلي وو.
امریکایي څارنوالان وایي چې ګانون کین وان ډیک د دغو پیسو د سرچینې پټولو لپاره هغه یوه بهرني کریپټوکرنسي بټوې ته او بیا یوه آنلاین بروکر حساب ته لېږدولي دي. نوموړي له شرط وهلو وړاندې حساسو او محرمو معلوماتو ته پوره لاسرسی درلود.
دغه سرتېری اوس له پنځو جنایي تورونو سره مخ دی چې په کې غلا، د دولتي محرمو معلوماتو ناوړه ګټه اخیستنه او درغلي شامل دي. چارواکو ټینګار کړی چې د هېواد د رازونو ساتونکي باید له دې معلوماتو د شخصي ګټو لپاره کار وانخلي.
🌐 #امریکا #وینزویلا #سرتېری #شرط\_وهل