د بارسلونا ښار شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې د خطر په اړه جدي خبرداری ورکړی دی. دې شورا د نړیوالې ټولنې د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې د بشري حقونو پر پراخو سرغړونو او د لږکیو او ښځو پر وړاندې محدودیتونو نیوکه شوې ده. شورا ټینګار کړی چې د هزاره ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی کیدای شي د بشریت پر ضد جنایت وګڼل شي.
همدارنګه له ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې غوښتل شوي چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ډیر فعال رول ولوبوي. دا غبرګونونه په هرات ولایت کې پر شیعه افغانانو له وروستیو مرګونو بریدونو وروسته راپورته شوي دي.
#بشري\_حقونه #هزاره\_ګان #افغانستان
🌐