د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې میشتو افغان کډوالو ته بلنه ورکړې چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي. دا غوښتنه وروسته له هغې کیږي چې کانګو ته د دغو کسانو د لیږد راپورونه خپاره شول.

د دې وزارت ویاند ادعا کړې چې اوس مهال په افغانستان کې هیڅ راز امنیتي ګواښ شتون نلري او هیواد خوندي دی. هغه ټینګار کړی چې خلک باید د امنیتي اندیښنو له امله نورو هیوادونو ته لاړ نشي.

په ورته وخت کې د امریکا حکومت هڅه کوي چې خپل پخواني افغان همکاران له قطر څخه کانګو ته ولیږدوي. د امریکا یو شمیر سناتورانو د دې پریکړې سخت مخالفت کړی او د درولو غوښتنه یې کړې ده.

#افغان\_کډوال #قطر #طالبان

🌐

Author