امریکایي سناتور امانوئل کلیور له قطر څخه دیموکراتیک جمهوریت کانګو ته د افغان کډوالو د لیږدولو هڅې غندلي او دا یې یو ستر خیانت بللی دی. هغه خبرداری ورکړی چې دا کار به د امریکا نړیوال اعتبار زیانمن کړي.

دغه سناتور ټینګار کړی چې افغان متحدین چې له امریکا سره یې اوږه په اوږه کار کړی باید په امریکا کې خوندي ژوند ولري. د هغه په وینا خپلو پخوانیو همکارانو ته شا کول د امریکا ملګرتیاوو ته زیان رسوي.

دمګړۍ شاوخوا یولس سوه افغانان په قطر کې په یو کمپ کې میشت دي او امریکا ته د تګ په تمه دي. کانګو ته د هغوی د لیږدولو پلان د امریکایي سناتورانو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

#افغان\_کډوال #امریکا #کانګو

🌐

Author