د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په لیدنه کې د سولې لپاره د مسکو د همکارۍ چمتووالی اعلان کړ. هغه ټینګار وکړ چې هېواد به یې په منځني ختیځ کې د ارامۍ راوستلو لپاره له تهران سره مرسته وکړي.

پوتین په دې ناسته کې یادونه وکړه چې د ایران د لوړپوړو چارواکو لخوا یې یو پیغام ترلاسه کړی او د دې هېواد خلکو ته یې د بریا هیله څرګنده کړه. عراقچي هم د مسکو د پرله پسې ملاتړ په ستاینې سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دغه هېواد خلکو د امریکا د فشارونو پر وړاندې مقاومت کړی او دا سخت پړاو به شاته پرېږدي. روسیه تل د واشنګټن د سیاستونو پر وړاندې د ایران له کلیدي ملاتړو څخه پاتې شوې ده.

#روسیه #ایران #منځنی\_ختیځ

🌐

Author