د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته لسګونه زره کسان د خوړو له سخت بحران سره مخ شوي دي. دا نښتې د فبروري میاشتې په نیمایي کې شوې وې.

د راپورونو له مخې، د لارو تړل کېدو له امله د نورستان ولایت په کامدېش او برګ مټال ولسوالیو کې شاوخوا ۱۳۶ زره کسان لومړنیو خدمتونو او خوړو ته له لاسرسي بې برخې شوي دي. دا سیمې په بشپړه توګه منزوي شوې وې.

یاد نړیوال بنسټ د ۱۷ زره زیانمن شویو کورنیو د ژغورلو لپاره خپل بېړني مرستندویه عملیات پیل کړي دي. پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو وضع کول په لیرې پرتو سیمو کې بشري ناورین لا پسې ژور کړی دی.

#نورستان #بشري\_بحران #مرستې

🌐

Author