له مالي هېواد څخه نوي راپورونه ښيي چې د القاعده شبکې پورې تړلو وسله والو د دغه هېواد په شمال او مرکزي برخو کې چټک پرمختګونه کړي دي. دوی اوس د مالي پلازمېنې باماكو دروازو ته رسېدلي او حکومتي ځواکونه یې په شا تمبولي دي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین ډلې اوسمهال پلازمېنې ته تلونکې مهمې لارې تړلې دي. که چېرې دا یاغیان د باماکو په نیولو بریالي شي، نو په افریقا لویه وچه کې به لومړنی لوی جهادي خلافت جوړ شي.

د روسیې د واګنر ډلې ملیشې چې د مالي حکومت د ملاتړ لپاره په سیمه کې وې، د دې ډلې د پرمختګ په مخنیوي کې پاتې راغلې دي. دا پرله پسې ماتې په افریقایي هېوادونو کې د روسیې د نفوذ چټک کموالی په ډاګه کوي.

#مالي #القاعده #افریقا

🌐

Author