سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو حکومت محتسبینو په لویدیځ کابل کې یو سړی او د هغه ښځه د نامشروع اړیکو درلودلو په تور نیولي دي. دا جوړه هغه مهال ونیول شوه کله چې له کوره د سودا اخیستلو لپاره وتلي وو او دریمې امنیتي حوزې ته لیږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې نیول شوې ښځه د زندان د خونو پاکولو ته اړ شوې او له میړه څخه یې هم لیکلی تضمین اخیستل شوی دی. خو دا جوړه ټینګار کوي چې د دوی نیول په لګول شویو تورونو پورې اړه نه لري او یوازې د هزاره قومیت له امله له قومي تعصب سره مخ شوي دي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت لخوا د قومي تبعیض ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. تر دې وړاندې په کندهار ولایت کې د یوه ناروغ ویډیو خپره شوه چې د هزاره توب له امله له روغتونه ایستل شوی و.
#د\_بشر\_حقوق #افغانستان #کابل
🌐