د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی ویلی چې په دې هیواد کې هیڅ انحصاری سیاسی نظام نشی کولای دوام وکړی. نوموړی په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلی چې د ثبات یوازینۍ لار د یوه ټول شموله حکومت جوړول دی.

دغه پاکستانی ډیپلوماټ ټینګار کوی چې حکومت طالبان د سیاسی مشارکت په ردولو سره خپل کورنی او بهرنی مشروعیت محدود کړی دی. هغه زیاتوی چې د څو ځانګړو مشرانو په لاس کې د واک تمرکز د حکومت جوړښت کمزوری کوی.

درانی خبرداری ورکړی هغه نظام چې د افغانانو قومی تنوع منعکس نکړی، تل د سقوط له ګواښ سره مخ وی. د هغه په وینا، د هیواد د راتلونکی په اړه اصلی پوښتنه د بدلونونو د مدیریت څرنګوالی دی.

🌐 #افغانستان #سیاست #اصف\_درانی

Author