د متحده عربی اماراتو دفاعی چارواکو اعلان کړی چې د دوی هوایی دفاعی سیسټمونو څو هوایی ګواښونه په بریالیتوب سره شنډ کړی دی. په دې ګواښونو کې هغه څلور کروز توغندی هم شامل دی چې له ایران څخه د اماراتو پر لور توغول شوی وو.
د اماراتو دفاع وزارت تایید کړې چې له دې ډلې درې توغندی د دوی د اوبو په پاسنیه برخه کې له منځه وړل شوی او څلورم په سمندر کې لویدلی دی. په سیمه کې د اوریدل شویو چاودنو غږونه هم د همدې بریالیو دفاعی عملیاتو له امله وو.
له دې پیښې وروسته، د فجیرې په مهمې تیلو تولیدونکې سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله اور لګیدنه رامنځته شوې ده. د اماراتو د حساسو تاسیساتو شاوخوا امنیتی تدابیر په بې سارې توګه زیات شوی دی.
🌐 #امارات #ایران #توغندی