نوي راپورونه ښیي چې د اپل شرکت ایفون اتلس پرو مکس ښايي له یوې ډېرې لویې بېټرۍ سره بازار ته وړاندې شي. دا بېټرۍ به بې ساري ظرفیت ولري چې د ژر چارج خلاصېدو ستونزه به حل کړي.

دا پرمختګ ښايي د دې لامل شي چې د دې ځیرکې وسیلې بدنه د پخوانیو ماډلونو په پرتله لږه پېړه او درنه شي. خو بیا هم ډېری کاروونکي د نرۍ مبایل پر ځای د یوې پیاوړې بېټرۍ درلودلو ته ترجیح ورکوي.

همدارنګه داسې اوازې هم شته چې د ایفون دا نوې لړۍ به نوي رنګونه او یو څه توپیر لرونکی ډیزاین ولري. د ټیکنالوژۍ مینه وال په بې صبرۍ سره د دې ځیرکو وسیلو معرفي کېدو ته سترګې په لار دي.

🌐 #ټیکنالوژي #ایفون #اپل

Author