د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې ده چې هند د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره د اډې په توګه کار اخلي. احمد شریف چوهدري په یوه خبري ناسته کې وویل چې په پاکستان کې د وروستیو ناامنیو لویه برخه په مستقیم ډول له همدې مسلې سره تړاو لري.
ښاغلي چوهدري د شمېرو په وړاندې کولو سره ادعا وکړه چې د پاکستان د پوځ له نظامي عملیاتو وروسته امنیتي بریدونه د پام وړ کم شوي دي. هغه زیاته کړه چې هند په سیمه کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو لپاره په افغانستان کې له ځینو ډلو او د طالبانو له استازو سره په پرله پسې اړیکه کې دی.
دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځ هوایي بریدونو ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د کړکېچونو له زیاتېدو سره هم مهاله، په سرحدي سیمو کې قومي مشرانو د طالبانو حکومت له شتون پرته د نښتو د کمولو او اوربند لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.
#پاکستان #هند #افغانستان #سیمه\_ییز\_امنیت
🌐