د امريکا د ماليې وزارت د پنجشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ايران له اسلامي جمهوريت سره تړلي نوي او سخت بنديزونه اعلان کړل. دا نوي اقدامات له ترهګرۍ سره د مبارزې او پر تهران د زيات فشار راوړلو د تګلارې په چوکاټ کې ترسره شوي دي.

د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ په دې نوي بنديزي کڅوړه کې څو کسان او سوداګريز شرکتونه د بنديزونو په تور نوملړ کې ورزيات شوي دي. دا بنسټونه له شکمنو فعاليتونو سره د مستقيمې همکارۍ او اړيکو له امله تر مالي تعقيب لاندې نيول شوي دي.

همدارنګه د بنديز لګول شويو کسانو په منځ کې د عراق او کيوبا هېوادونو د يو شمېر شرکتونو او اتباعو نومونه هم ليدل کېږي. دا کسان د هغو کسانو لپاره چې تر بنديزونو لاندې دي د مالي معاملو د اسانولو او اړيکو درلودلو له امله په دې نوملړ کې شامل شوي دي.

#ايران #امريکا #اقتصادي\_بنديزونه

🌐

Author