د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند له شیعه دیني عالمانو سره د طالبانو د حکومت چلند سیستماتیک تبعیض بللی دی. دغه ګوند په کابل کې د حسین داد شریفي وهل ټکول په کلکه غندلي دي.
د دې ګوند په اعلامیه کې راغلي دي چې دا چلند د مذهبي آزادیو او د جعفري مذهب د پیروانو پر حقونو ښکاره تیری دی. دوی ټینګار کړی چې دا کړنې په افغانستان کې د شیعه ګانو د مذهبي او ټولنیز هویت د ځپلو یوه برخه ده.
دغه ګوند د بشري حقونو له بنسټونو او سیاسي څېرو غوښتي چې د مذهبي آزادیو د نقض پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي. تر دې وړاندې د لنډمهاله نکاح د تړلو له امله د شیعه عالمانو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وو.
#بشري\_حقونه #افغانستان #شیعه\_ګان
🌐