د بشري حقونو سلو څخه زیاتو بنسټونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د حکومت له خوا د زوجینو د جلا کېدو د اصولو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. دا بنسټونه وايي چې دا اصول جبري او له ماشومانو سره ودونو ته قانوني بڼه ورکوي.
د ښځو د حقونو فعالانو ټینګار کړی چې دا سند د نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د هغوی پر وړاندې تبعیض بنسټیز کوي. د دې اصولو پر بنسټ د بلوغ سن ته تر رسېدو وروسته د نجلۍ چوپتیا د واده لپاره رضایت ګڼل کیږي.
دغو سازمانونو له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان ښځو او ماشومانو د ساتنې لپاره لاس په کار شي. د طالبانو حکومت تل د خپلو تګلارو دفاع کړې او هغه یې له اسلامي شریعت سره سمې بللې دي.
#ښځې #بشري\_حقونه #افغانستان
🌐