د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی چې ډنمارک د افغانستان له بشري صندوق سره د پنځه اعشاریه نهه څلوېښت میلیونه ډالرو مرسته کړې ده. دا مالي مرسته به په ټول هیواد کې د زیان منونکو ټولنو د ملاتړ لپاره وکارول شي.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې د ډنمارک له دې مرستې د مننې په څرګندولو سره ویلي چې دا مالي ملاتړ به له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي چې له اقتصادي شاکونو خلاص شي او حیاتي بشري مرستو ته لاسرسی ومومي. ډنمارک تیر کال هم ورته مرسته کړې وه.
دا مرسته په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام پدې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان نږدې درېیمه برخه نفوس لاهم د خپل ژوند لومړني اړتیاوې نشي پوره کولی او په هیواد کې بشري ناورین لا ژور شوی دی.
🌐
#افغانستان #ډنمارک #بشري\_مرستې #ملګري\_ملتونه