په بلخ ولایت کې د طالبانو د حکومت والي خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې په رسنیو، جوماتونو یا عامه غونډو کې د دوی پر ادارې نیوکه وکړي، نظامي محکمې ته به ور وپیژندل شي. هغه دا څرګندونې د همغږۍ په یوه ناسته کې کړې دي.
د طالبانو د حکومت دې چارواکي ټینګار کړی چې ټول مسؤلین دنده لري چې د منفي تبلیغاتو مخنیوی وکړي او د نظام د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیسي. هغه له ښاریانو وغوښتل چې خپل شکایتونه په مستقیم ډول له اړوندو ادارو سره شریک کړي.
په دې ناسته کې دا هم اعلان شوه چې د جمهوریت د دورې قوانین په بشپړه توګه لغوه شوي او ټولې ادارې باید د طالبانو د حکومت د نویو قوانینو مطابق فعالیت وکړي. همدارنګه د دوی د مشر له اجازې پرته د جهاد په نوم نورو هیوادونو ته سفر کول غیر مجاز اعلان شوي دي.
🌐
#افغانستان #بلخ #طالبانو\_حکومت #نظامي\_محکمه