د امریکا متحده ایالاتو پخواني دفاع وزیر رابرټ ګیټس افشا کړې چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له کلونو راهیسې پر ایران د پوځي برید لپاره لابي کوله. هغه دا هڅې له دوه زره او نهم کال څخه پیل کړې وې.

ښاغلي ګیټس په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې نتانیاهو په هغه وخت کې استدلال کاوه چې که پر ایران پوځي برید وشي، د دې هیواد رژیم به په چټکۍ سره ړنګ شي. خو ګیټس دا ارزونه په بشپړه توګه ناسمه او غیر واقع بینانه ګڼلې وه.

دغه پخوانی امریکایی چارواکی په دې باور دی چې د عراق او سوریې پر اټومي ریکټورونو د اسراییلو تیرو بریالیتوبونو د دې لامل شوي چې نتانیاهو د ایرانیانو مقاومت کم وګڼي. په واشنګټن او تهران کې رسمي چارواکو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

🌐

#نړۍ #منځنی\_ختیځ #امریکا #ایران #اسرائیل

Author