سیمه ییزې سرچینې وایي چې د سرو زرو د کانونو پر سر د وسله والو نښتو او زیاتیدونکو شخړو له امله په ټول بدخشان ولایت کې د دې کانونو استخراج په بشپړه توګه دریدلی دی. د طالبانو حکومت د والي هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

راپورونه ښیي چې د زابل لپاره د طالبانو حکومت د مرستیال والي جمعه خان فاتح اړوندو کسانو د سرو زرو د کانونو ځمکې غصب کړې دي. د طالبانو استخباراتو یو سیمه ییز قوماندان هم نیولی چې له امله یې د هغه پلویان تیت و پرک شوي دي.

سلګونه وسله وال په غرونو کې د تیارسئ په حالت کې دي او د کورنۍ جګړې خطر په کلکه احساس کیږي. د سیمې د خلکو او د طالبانو حکومت د غړو ترمنځ په شخړو کې تر اوسه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

#افغانستان #بدخشان #کانونه

🌐

Author