د طالبانو حکومت په بلخ ولایت کې د لاجوردو په نوم د یوه لوی استوګنیز کمپلکس د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. په دې پروژه کې خصوصي سکتور شاوخوا یو نیم سل میلیونه ډالره پانګونه کوي چې زرګونه اپارتمانونه به ولري.
په مزارشریف ښار کې د دې پروژې د پرانیستې پر مهال عبدالغني برادر وویل چې دا ښارګوټی به اووه زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي. په دې کمپلکس کې به پر سوداګریزو او روغتیایي مرکزونو سربیره شنه ساحې او جوماتونه هم جوړ شي.
که څه هم د طالبانو حکومت د ورته زیربنایي پروژو د پیل خبره کوي، خو نړیوال بنسټونه لا هم د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنه لري. ملګري ملتونه وایي چې میلیونونه افغان وګړي لا هم بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
#افغانستان #بلخ #اقتصاد
🌐