په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ اعلان کړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري روان میلادي کال د کډوالو د منلو کچه د پام وړ لوړه کړي. د دې طرحې له مخې به د کډوالو شمیر له اووه نیم زرو څخه اوولس نیم زرو ته لوړ شي.

خو دغه بنسټ ټینګار کړی چې د منلو دا زیاته شوې کچه یوازې د سویلي افریقا سپین پوستو اتباعو ته ځانګړې شوې او په هیڅ ډول افغان کډوال پکې نه دي شامل. دا پریکړې د متحده ایالاتو له کانګرس سره سلا مشورو او تایید ته اړتیا لري.

ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ستنیدو وروسته د افغانانو د ننوتلو لارې تړلې او د ویزو ورکول یې منع کړي دي. سره له دې چې د ځانګړو ویزو پروګرام قانوني بڼه لري، خو د دوه زره و شپږویشتم کال له پیل راهیسې هیڅ ویزه نه ده صادره شوې.

#مهاجرت #افغان\_کډوال #امریکا

🌐

Author